سپین غر پوهنتون (ننګرهار) د درې ګونو پوهنځیو (عمومي طب، غاښونو طب او طبي ټکنالوژي) کې په لوړو زده کړو وزارت په معیارونو برابر تحصیلي نصاب تدریسېږي، چې د یاد تحصیلي نصاب د ملاتړ لپاره د پورته ذکر شويو پوهنځیو محصلینو ته د پوهنځیو او همدارنګه د پوهنتون په کچه اضافه نصابي برنامې پلان او دایرېږي. پوهنتون هڅه کوي چې د اضافه نصابي فعاليتونو پر مټ د محصلينو وړتياوې لوړې کړي او دا يوه بنسټيزه او مهمه برخه بولي.
د تحصیلي کال د پسرلني او خزاني سمسترونو په اوږدو کې د پوهنځیو او پوهنتون په کچه بېلابېلې برنامې او فعالیتونه د ورکشاپونو، سیمینارونو،نظري او عملي رقابتي سیاليو، علمي سفرونو، کمپاینونو، ټولنیزو برنامو، اکاډمیک او علمي بحثونو، کنفرانسونو او داسې نورو فعاليتونو په بڼه، د پلان له مخې په منظم ډول وړاندې کېږي.
پوهنتون خپل ټول محصلين هڅوي چې د نصاب تر څنګ په اضافه نصابي فعالیتونو کې په پراخ او فعال ډول ګډون وکړي او له دې لارې په بېلابېلو برخو کې خپل ظرفیتونه لوړ کړي، مهارتونه ترلاسه کړي او له فراغت وروسته د سپین غر پوهنتون نوم - د معیاري لوړو زده کړو بنسټ په توګه - د هېواد او سیمې په کچه لوړ او وځلوي.
تاسې کولای شئ چې د پوهنتون او هر پوهنځي په کچه دایر شويو اضافه نصابي برنامو راپورونه د لاندې فرعي برخو له لارې وګورئ.