رئيس پيغام

رئيس پيغام

روغتيا د انسان لپاره تر ټولو اړين نعمت او ستره پانګه ده. د اسلام مبارک دين په خپلو احکامو کې زياته پاملرنه انساني روغتيا او سلامتۍ ته کړې ده چې له همدې امله بشـري علومو کې تر ټولو مهم او ارزښتناک مسلک طبابت دی.

سپين غر مومند پنځوس بستریز او تدريسي معالجوي روغتون هم د خپلو روغتيايي چوپړتياو لمن دومره پراخه کړې ده، چې د خپلې ټولنې هر بېوزله شخص ته په کې د خپلې درملنې ترسراوي سکون حاصل شوی دی او راتلونکي کې هم دې برخې ته ژمن يو.

 موږ ددې ژمنتیا په لړ کې هڅه کوو د خپل مسلکي او تخصصـي مسؤليت په پام کې نيولو سره، داسې روغتيايي خدمتونه وړاندې کړو چې هيڅ هېوادوال مو د ناعلاجۍ له رنځه له هېواده بهر سفر ته اړ نه شي او دا ستونزه يې په خپل کور دننه د مجربو متخصصينو په مرسته حل شي، چې موږ يې ښه بېلګه په وروستيو کې د سپین غر مومند پنځوس بستریز معالجوي او تدريسي روغتون د نسایي ولادي وارډ له لــــورې د یــوې مېرمنــې د(Trans Vaginal Hysterectomy) بريالى عمليات يادولی شو.

دغه راز د هېواد په کچه د بېلا بېلو ناروغیو متخصصین هره ورځ (۲۴) ساعته، په سپين غر مومند پنځوس بستریز معالجوي او تدريسي روغتون کې د ناروغانو خدمت کوي او د معالجې سربېره سپين غر پوهنتون  سلګونه تنه محصلين د خپلو عملي زده کړو په موخه د روغتون له بستر ناروغانو ليدنه کوي او د اړوند متخصصو ټرېنر ډاکترانو له لورې ورته عملي روزنه ورکول کېږي. د طبي پوهنځيو له تدريسي دورې تر فراغت وروسته، هر کال د هېواد له نورو پوهنتونونو هم ګڼ شمېر محصلين د ستاژ دورې بشپړولو په موخه، سپین غر مومند پنځوس بستریز معالجوي  او تدريسي روغتون ته ور معرفي کېږي.

موږ روغتيايي برخې ته د خپل متخصص ژمن کاري ټيم په خدماتو وياړو او هڅه کوو، چې په دې برخه کې د ټولو مسلکي معيارونو په  پام کې نيولو سره، خپل ډاډمن روغتيايي خدمتونه نور هم باثباته وساتو.

ستاسو د بشپړې روغتيا او ښه ژوند په هيله

دوکتور اسد الله مومند

سپین غر مومند پنځوس بستريز روغتون رئیس

Founder Image