Extra-Curricular Events

د پوهنتون په کچه محصلینو تر منځ علمي رقابتي سیالي ترسره شوه!

 

سپین غر پوهنتون  (ننګرهار) د عمومي طب، غاښونو طب او طبي ټکنالوژي پوهنځيو محصلینو تر منځ د نشه يي توکو اړوند ناروغيو تر سرليک لاندې موضوع کې علمي سیالي تر سره شوه، چې د ژوري هیئت سربېره په کې د پوهنتون مرستيالانو، د درې ګونو پوهنځيو رئیسانو او مرستيالانو، د پوهنځيو استادانو، د بېلابېلو اداري واحدونو آمرينو او د پوهنځيو لسګونو تنو محصلينو ګډون درلود.

 د سيالۍ د پیل وینا پر مهال د پوهنتون د محصلانو چارو مرستيال فضل الرحمن زيارمل، د سيالۍ برابرولو له امله د پوهنځيو له رئیس صاحبانو او ژوري هئیت غړو په ګډون له اړوندو همکارو خواو ځانګړې مننه وکړه. ښاغلي زيارمل د سيالۍ د عمومي او نمرو ورکولو پر څرنګوالي او سيالۍ لپاره د موضوع ټاکلو پر اړتيا او ارزښت تفصيلي خبرې وکړې. نوموړي همدا راز زیاته کړه چې دا ډول برنامې د محصلینو تر منځ د علمي نظریاتو د تبادلې، سالم رقابت، د محصلينو د ظرفيتونو او مهارتونو لوړولو په برخو کې ګټورې دي او محصلین هم باید په کې فعاله ونډه واخلي.

 علمي سيالي په دوه برخو کې پلان شوې وه، چې يوه برخه یې محصلينو له لورې د ټاکل شوې موضوع اړوند مشخصو سرليکونو په اړه د ګروپ د ډلمشر له لورې د علمي پرېزنټېشن وړاندې کول وه. د سيالۍ دويمه برخه د ګروپ له غړو څخه د عمومي ټاکل شوې موضوع اړوند پوښتنو لپاره ځانګړې شوې وه. د سيالۍ د لومړۍ برخې (۵۰) نمرې د ژوري هيئت له لورې د ارزونې ځانګړو فورمونو له مخې او د سيالۍ د دويمې برخې (۵۰) نمرې له هرې ډلې څخه د پوښتل شويو پوښتنو ځوابونو له مخې ورکول کېدلې. د سيالۍ پوښتنې او پايلې د ګډونوالو په شتون کې د يوې شفافې پروسې له مخې – د سيالۍ له پيل وړاندې - د ژوری هيئت له لورې ترتيب شوې وې.

 د علمي سيالۍ لپاره غوره شوي محصلين په ترتيب سره د عمومي طب پوهنځي محصلين په (الف) ګروپ، د طبي ټکنالوژي پوهنځي په (ب) ګروپ او د غاښونو طب پوهنځي په (ج) ګروپ کې ډلبندي شوي وو. د سيالۍ د بې پرې ارزونې او پايلو له مخې د پوهنتون د ازموينو او نتايجو انسجام آمر شاه مقصود عدلزي له لورې د غاښونو طب پوهنځي محصلين د لومړي، عمومي طب پوهنځي محصلين دويم او طبي ټکنالوژي پوهنځي محصلين د درېیم مقام ګټونکي اعلان شول او د سيالۍ درې واړو ګروپونو ډلمشرانو او غړو محصلينو ته د هغوی د ونډې او لاسته راوړنې له مخې بېلابېلې ډالۍ هم ورکړل شوې.

 پاتې دې نه وي، چې سپين غر  پوهنتون درې ګونو پوهنځيو او فرهنګي چارو اصلي او فرعي کمېټو، د محصلينو د علمي کچې لوړاوي او د مفاهمې، سوال ځواب او مناقشې هنرونو د پياوړتيا په موخه، وار له مخه هم ورته خپلمنځي او عمومي سيالۍ تر سره کړي دي، چې په يادو برخو کې خورا اغېزناکې ثابتې شوې دي.